
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې په معیاري توګه بشپړې شي.
د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې ۳۹۰ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ۱۲مې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې ۹۰ سلنه پرمختګ لري


