الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


کابل ښاروالۍ د ښار په مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل کړې دي او هڅه کېږي چې دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د نوي ډیزاین له مخې، د باغ قاضي سړک له نجات څلي څخه تر ابن‌سینا روغتون پورې، د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور، په معیاري توګه جوړېږي.
په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمښت ومومي، بلکې سوداګریزو مارکېټونو او هغو ښاریانو ته چې، له دې لارې تګ‌ راتګ کوي، ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې هم رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه له دې پروژې څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي، څو د پروژې کیفیت تضمین شي.
کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا ته ژمنه ده او ورته نورې پروژې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې هم د پلي کېدو په حال کې دي.