الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې نوی مرستیال وټاکل شو

22 ثور 1405


د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی داملا نجیب الله فیضاني د پنځلسمې ناحیې د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مرستیال مولوي نورمحمد طارق له خوا د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، مولوي طارق نوي مرستیال ته مبارکي وویله او ویې ویل چې، دا ټاکنه د وړتیا، ژمنتیا او کاري تجربې له امله شوې ده او موخه یې د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه والی او د ښاریانو چاپېریالي او ټولنیزو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ده. نوموړي زیاته کړه چې، له نوي مرستیال سره همکاري به د یادې ناحیې په کچه د ښاري خدمتونو وضعیت لا ښه او ګټور کړي.
ورته مهال د پنځلسمې ناحیې رئیس د پخواني مرستیال کړنې وستایلې او ویې ویل چې، په دې ټاکنه سره به د ښاري خدمتونو په برخه کې مسئولیتونه په ښه توګه ترسره شي. د نوموړي په وینا؛ د الله(ج) په مرسته به نوی مرستیال خپل مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي څو د ښاریانو د رضایت کچه لوړه شي.