
د څلورمې ناحیې اړوند د وزیراباد په سیمه کې، د تاجور سلطانه ښوونځي ته څېرمه، د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي، ۳۰ متره سور او په ټوله کې د ۹۶۰۰ مترمربع په مساحت سره، د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې زرغونه سیمه کې د احاطې دېوال، د کټارو نصبول، پلې لارې، ګلدانونه، د ساتونکي خونه، د اوبو زېرمه، د سیوري ځایونه، د اوبو فواره، د اوږدوڅوکیو نصبول، کانټین، تشنابونه، سپټیک څاه او د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل شامل دي.
په پام کې ده چې دغه پروژه په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سیمې ځمکه تر دې وړاندې د یو شمېر فرصت طلبو کسانو له خوا غصب شوې وه، خو تر بېرته راګرځولو وروسته د ښاري پلانونو د پلي کېدو په چوکاټ کې شامله شوې ده.
په څلورمه ناحیه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي


