
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو بنسټیزې چارې چې، د سړک د اساسي برخو او پلیو لارو جوړول په کې شامل دي روانې دي او ټاکل شوې ده دغه پروژه تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې قیر چارې پیل شي.
دغه سړک چې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، د ۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو په سور یوه پلچک، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د ګلباغ سړک د کابل ښار یو له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې په ترانسپورتي برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، اوس مهال د یاد سړک د څلورو برخو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي


