الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان- کابل-جلال آباد سړک په اوږدو کې د موټرو د پله جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد سړک پورې د نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې.
دا پُل د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست له لوري د ۴۲ مترو په اوږدوالي او د ۲۰.۴ مترو په سور سره د ۷۰ میخي پایو او ۴۰ ګاډرو په ګډون ډیزاین شوی دی چې، چارې به یې د یوه کال په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې، له قلعه زمان خان څخه تر کابل- جلال آباد سړک پورې نوي نښلوونکی سړک چارې تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري د ۱۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره جوړ شوی چې، په ختیځ زون کې یوه له مهمو زېربنايي پروژو شمېرل کېږي.
د دې پله په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته په ترانسپورتي برخه کې ګڼه آسانتیاوې رامنځته او کابل- جلال، مکروریانو څلورلارې او ورڅېرمه سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.