الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تایمني پروژې د پنځم سړک په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې

د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې د پنځم سړک په سیمه کې د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
ټاکل شوې ده دغه پارک په ۸۰۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۳ میاشتو په موده کې د احاطې دېوال، کټارو، پلیو لارو، ګلدانونو، د ساتونکي خونې، د اوبو زېرمې، زرغونې سیمې، سیوري ځای، اوږدو څوکیو، کانتین، تشنابونو، سپتیک څاه او ماشومانو لپاره د لوبو د لوبغالي په ګډون جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې، مخکې دا سیمه وچه ځمکه وه چې، له هغه څخه سمه ګټه نه اخیستل کېده او د کثافاتو په غونډځای بدله شوې وه؛ خو اوس مهال پکې د ښاري پلانونو په چوکاټ کې د تفریحي پارک د جوړولو په اړه اقدام وشو.