الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د نښلوونکي سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي.
دا سړک د ۲۵۳۰ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په سور سره په دوه اصلي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، څراغونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل- لوګر سړک له کارته نو سیمې او کابل- جلال آباد سړک سره ونښلول شي او ورسره جوخت به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو دا سړک په ښه کیفیت او ټاکلي وخت جوړ شي.