
د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، په روان کال کې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک د ۲۳۷۶ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو،په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمو پلاني کېدو او اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي.
د پُل خشک سړک د جوړولو چارې روانې دي


