
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو د ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۲۷م ګذر اړوند د نو آباد ښارګوټي په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه چې په ټولیزه توګه ۱۰۹۰ متره اوږدوالی، ۳ او ۶ متره سور لري، تر اوسه ۸۵ سلنه مخته تللې ده.
په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو کوڅو او سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ګڼو ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دولسمې ناحیې په ۲۷م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي


