الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملالۍ له څلورلارې څخه سویل څخه د بګراميو پله تر سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پله له سیمې څخه د ملالۍ (بت‌خاک) څلورلارې سویل خوا ته تر سړک پورې د سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک د ۵۶۳۴ مترو په اوږدوالي چې، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او۶۵۱ متره یې ۴۵ سور لري ډیزاین شوی او ټاکل شوې ده په روان کال کې یې چارې بشپړې شي.
د دې سړک جوړول به نه یوازې د ترانسپورتي زیربناوو په پیاوړتیا او د ترافیکو د بهیر په ښه تنظیم کې مرسته وکړي، بلکې د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې به هم اغېزمن رول ولوبوي .
همدا راز د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.