
کابل ښاروالۍ د زینتي ګلدانونو په نصبولو او د سلګونو نیالګیو او زینتي ګلانو په کېنولو سره، د لسمې ناحیې اړوند د عامې روغتیا څلورلارې د یوې برخې د زرغونولو په موخه اقدام وکړ.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په وینا، دغه سیمه چې شاوخوا ۴۰۰ مترمربع مساحت لري، تر دې وړاندې شاړه او د کثافاتو د اچولو پر ځای بدله شوې وه، خو له نېکه مرغه اوس په یوه ښکلې ښاري فضا بدله شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې، یاده سیمه د نیالګیو له کېنولو وړاندې پاکه او کرنیزه خاوره ورته لېږدول شوې ده.
دغه راز د نیالګیو او زینتي ګلانو له کېنولو سربېره، ټاکل شوې ده په دې سیمه کې د لسمې ناحیې له خوا چمن وکرل شي، څوکۍ پکې نصب او پلې لارې یې هم جوړې شي.
د زرغونوسیمو په پراختیا سره به د ښار په بڼه او ښکلا کې مثبت بدلونونه رامنځته او د ښار بېلابېلې سیمې به د ښاري ښکلا برنامې تر پوښښ لاندې راشي، ترڅو د ښاریانو د روحیې په ښه والي کې اغېزمن تمام شي.
د عامې روغتیا څلورلارې په زرغونه سیمه کې د ښاري ښکلا برنامه پلې شوه


