
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه تر قلعه زمان خان پورې د نوي سړک د بسټیزو برخو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او ډېر ژر به یې د یوې برخې قیر چارې پیل شي.
دغه سړک چې ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، همهاله یې د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته نو سړک له قلعه زمان خان سیمې او کابل- جلال آباد عمومي سړک سره ونښلول شي.
د کارته نو- قلعه زمان خان سړک دوه کیلو متره برخه قیر چارو ته چمتو شوې ده


