
د شپږمې ناحیې اړوند، د علاءالدین درېلارې څخه تر چهارقلعه چهاردهۍ پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او هڅه کېږي چې، هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي.
یاد سړک چې، د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره طرحه شوی، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دي او د دوو کاري میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک جوړول نه یوازې د کارته سه، چهارقلعه چهاردهۍ او علاءالدین سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته کوي، بلکې هغو ښاریانو ته چې ورڅېرمه سیمو ته تګ راتګ کوي هم ځانګړی اهمیت لري.
د علاءالدین – چهارقلعه چهاردهی نښلوونکې سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي


