
د دولسمې ناحیې اړوند د امنیت ښارګوټي په سیمه کې د ۳ فرعي سړکونو او یوې کوڅې کانکریټ چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، اوس وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې دي.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۱۲۳۰ متره اوږدوالی او له ۴څخه تر ۶ مترو پورې سور لري، د سړک غاړې لښتیو جوړول هم شامل دي.
مسوولین وایي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره یو شمېر ښاریانو ته د کاري زمینې رامنځته کېدو سربېره به، د دې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هم د پام وړ راکمې شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ورته پروژو پلي کول، د ښاري زېربناوو په ښه والي او د ښاریانو د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
د دولسمې ناحیې په ۲۴م گذر کې د کانکریټ اچونې پروژه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده


