
په کابل ښار کې د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه، د مکروریان له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل–جلالآباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا بنسټیزې چارې په منظمه توګه روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو تر تالاشۍ پورې ۱۰٬۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
تر دې وړاندې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم د ماستر پلان مطابق، د ۹٬۳۹۸ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره پیل شوې وې چې، د پرمختګ په حال کې دي.
د دې سړک جوړول، چې د ختیځ زون اقتصادي دهلیز ګڼل کیږي، د ښاریانو یوه اوږدمهاله هیله وه او اوس د پوره کیدو په حال کې ده.
د مکروریان له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د دویمې برخې د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي


