الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې – بګرامیو نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د دولسمې ناحیې اړوند، د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګرامیو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړک چې، د ۱.۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۲۰ متره په سور سره طرحه شوی، ټاکل شوې د روان کال په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ملالۍ څلورلارې (بت‌خاک څلورلارې) ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمښت ومومي اوبله خوا به د ښاریانو د تګ راتګ لپاره لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پليولارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له پلي کېدوڅخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.