
د عامې روغتیا له څلورلارې څخه د هوايي ډګر تر څلورلارې پورې سړک د پلیولارو د بیارغولو چارې، د ۵۶٬۹۸۶٬۵۹۴ افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دغه پليلارې چې په ټولیزه توګه ۲۴۴۷ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د تیږو په کارولو سره به بیا ورغول شي. دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې به د پلیوتګ کوونکو د خوندي توب په موخه، د ۲۴۴۷ مترو په اوږدوالي او د ۱.۲ مترو په لوړوالي وسپنیزې کټارې نصب او وروسته به رنګ شي.
له دې سربېره، د لښتیو او د سړک جدولونو بیارغونه، په سړک د کرښو اچول، د برېښنا د پایو او د ترافیکي نښو نصبول هم د دې پروژې برخه ده، چې د ښاري نظم په ښهوالي کې مرسته کوي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې د دې پروژې د پلې کېدو موخه، د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول، د ترافیکي بهیر تنظیم او د ښاري ښکلا د کچې لوړول دي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هوایي ډګر سړک د پلیولارو د بیارغولو چارې پیل شوې


