الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د ۷۰۰ متره سړک قیر چارې ترسره شوې

د دیارلسمې ناحیې اړوند د امید سبز ښارګوټي له سړک څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک ۷۰۰ متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د یوې برخې قیر چارې یې تر ژمي وړاندې ترسره شوې وې او اوس مهال یې شاوخوا دوه کیلومتره نوره برخه هم قیرکولو ته چمتو شوې ده.
یاده پروژه چې، په هغې کې د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي، د روان کال په بهیر کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د غوره کیفیت د تضمین په موخه، د دې پروژې د پلي کېدو له ټولو پړاوونو څخه دوامداره فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.