الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمري سړک د دویمې برخې کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

29 ثور 1405

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پروژې لوېدیځ لوري ته، د ۱۳۳۱ مترو په اوږدوالي او ۶.۵ متره سور سره د کمري سړک د دویمې برخې کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د دې سړک لومړۍ برخه چې، ۱۲۵۵ متره اوږدوالی ۲۶ او ۳۱ متره سورلري، څه موده وړاندې قیر شوې ده.
په دې پروژه کې د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲ متره سور سره د اوبوکانال، له ۸.۵ څخه تر ۱۸ مترو پورې اوږدوالي او له ۶۰ تر ۸۰ سانتي‌مترو پورې سور سره د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۷ متره لوړوالی سره یو استنادي دېوال، همدارنګه د لښتیو، پليولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو د تګ راتګ لپاره د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د دوه ویشتمې ناحیې اړوندو سیمو کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه‌والي او اقتصادي ودې زمینه برابره شي.