
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې په روان کال کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک درېیمه برخه د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې (د نفت او ګاز ادارې مخې ته)، د ۳۶۴۷ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو په سور سره په معیاري توګه ډیزاین شوې ده.
د دې سړک یوه برخه چې،۱۸۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، تر ژمي وړاندې قیر شوې وه او هڅې روانې دي چې د پاتې برخو قیرچارې یې هم ژر ترسره شي.
د خیرخانې کوتل سړک یو له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې سړک د پاتې برخو جوړېدل او پراختیا به د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د بشپړېدو هڅې روانې دي


