الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


د نهمې ناحیې د ۲۱م گذر اړوند د څلورم مکروریان په سیمې کې د یوه فرعي سړک د کانکریټ اچولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه چې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پلې کېدو په حال کې ده، د ښاري بنسټیزو جوړښتونو د ښه والي په برخه کې له مهمو ګامونو څخه شمېرل کېږي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۶۹۵ متره اوږدوالي او له ۶ څخه تر ۸.۵ مترو پورې سور لري، د لښتیو او د سړک دواړو غاړو ته د ۲ – ۳ مترو په سور سره د پلیولارو جوړول هم شامل دي.
د سیمې اوسېدونکي، چې کلونه د دې سړک د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، اوس په خپله سیمه کې د پام وړ بدلون په خپلو سترګو ویني.
د مسئولینو په وینا، دغه پروژه د خلکو د بېړنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره پلې کېږي او ټاکل شوې ده په راتلونکو لسو ورځو کې په معیاري توګه بشپړه شي.
د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د ښاري ستونزو د کمښت ترڅنګ، په دې پروژه کې د سیمې یو شمېراوسېدونکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه هم رامنځته شوي دي.
د ورته نورو پروژو په پلي کېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار بڼه په تدریجي توګه بدلون ومومي او بله خوا به د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړ شي.