
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
یاد سړک چې، یو له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه شمېرل کېږي، د سویل ختیځ زون د اقتصادي دهلېز په توګه بنسټیز رول ترسره کوي.
د مسئولینو په وینا، دغه پروژه تر اوسه ۴۰ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي چې د روان کال په ترڅ کې په معیاري توګه بشپړه شي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


