الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شش درک په سیمه کې د شپږو فرعي سړکونو د پليولارو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


د نهمې ناحیې اړوند د شش درک په سیمه کې په ټولیزه توګه د ۱۵۰۷ مترو په اوږدوالي او له ۳ څخه تر ۶ مترو پورې سور سره د ۶ فرعي سړکونو د پليولارو د تیږو فرشولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د شش درک د سړکونو جوړولو پروژه په ټوله کې د ۱۵۰۷ مترو په اوږدوالي او له ۱۳څخه تر ۲۴ مترو پورې سور سره ډیزاین شوې ده.
په تیږو باندې د پليولارو د فرشولو ترڅنګ، د جدولونو نصبول او د شبکو د نښلونکو برخو کانکریټ چارې هم د دې پروژې برخه ده.
پاتې دې نه وي چې، د دغو سړکونو دویمه طبقه قیر چارې به هم په نږدې راتلونکې کې ترسره او یاده پروژه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.