الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند سړک د دویمې برخې د جوړولوچارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول پکې شامل دي روانې دي.
دغه سړک د ۲۷۰۶ مترو په اوږدوالي او۶۰ مترو په سور په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
دا سړک د کابل ښار په سویل ختیځ زون کې له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي چې په روان کال کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.