الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د هبیتات دفتر په مرسته، د اتلسمې ناحیې اړوند په ۸م او ۹م ګذر کې د ۱۱۱۶ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور سره د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتيو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اړوند مسئولین وايي چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او لا ډېرو ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې له پلي کېدو خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.