
د ترانسپورتي او ترافیکي زېربناوو د پراختیا په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د نوي ډیزاین له مخې؛ دغه سړک له نجات څلي څخه تر ابن سینا روغتون پورې ۲۳۵۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، په اساسي توګه به جوړ شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي چې، د خنډونو تر پاکولو وروسته یې بنسټيزې چارې عملاً روانې دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت سربېره، د سوداګریزو مارکېټونو، د متشبیثینو او ښاریانو لپاره د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي.
د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران له یادې پروژې څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو پراختیا ته ژمنتیا لري او د ښار په بېلابېلو برخو کې ورته نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده چې، د نجات څلي څلورلارې لویه زیربنايي او ترافیکي پروژه هم د نوې طرحې او معمارۍ له مخې پلي کېږي، او د نجات څلی به د خپل تاریخي او پخواني معماري سبک په ساتلو سره بیا ورغول شي.
د باغ قاضي سړک د جوړولو چارې روانې دي


