الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه؛ د پل خشک سړک د جوړولو چارې روانې دي


په دیارلسمه ناحیه کې له برچي سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، د کابل ښار یوه مهمه زېربنايي پروژه ده په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک ۲۳۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونې سیمې، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وايي چې، هڅه کېږي څو دا پروژه په روان کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک جوړېدل د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام دی چې، ورسره جوخت به د برچي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلېدو ته به زمینه برابره شي.