
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې، د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو د پراختیا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې تر لاس لاندې لري.
دغه سړک چې، د لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی، په جوړېدو سره به یې د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
یاد سړک اوس مهال د کار د بهیر له امله بند دی او د کابل ترافیکو ریاست له خوا بدیل سړکونه ورته ټاکل شوي دي؛ کابل ښاروالۍ په دې برخه کې د ښاریانو له حوصلې مننه کوي.
د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


