الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي


د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران له سیمې څخه د کابل – لوګر تر سړک پورې د کلباغ سړک د څلورمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري. دا پروژه په کابل ښار کې یوه له مهمو زېربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي.
د مسئولینو په وینا؛ دغه پروژه به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړه شي.
د ګلباغ سړک څلورمه برخه چې، ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلچکونو، پلیولارو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو او د څراغونو نصبولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
په ټولیزه توګه د ګلباغ سړک له دارالامان ماڼۍ څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې څه باندې ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري چې، په جوړېدو سره به یې د کابل لوېدیځ له سویل سره ونښلول شي او ورسره جوخت به ښاریانو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.