الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د نښلولو په موخه د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول، هوارول، د استنادي دېوالونو او لښتیو جوړول پکې شامل دي روانې دي.
دا سړک له ګلباغ پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې ۵۳۱۴ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی او چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
د ګلباغ سړک د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چېو د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د تګ راتګ په برخه کې به آسانتیاوې رامنځته شي.