الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بُست او پروان دو څلورلارو تر منځ د سړک په اوږدو کې د هوايي پله نصبول


د ښاري نظم د رامنځته کېدو او له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د بُست او پروان دو څلورلارو ترمنځ د سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره هوايي پل نصب شوی دی.
دا پُل په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د هوايي پلونو د نصبولو پروژې په چوکاټ کې جوړ شوی دی. د مسئولینو په وینا؛ تر اوسه شپږ پلونه د ښار په بېلابېلو برخو کې نصب شوی دي او ټاکل شوې ده څلور نور هم په نږدې راتلونکې کې نصب شي.
د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاریانو ته د خوندي راتګ راتګ لپاره د زمینې برابرول او د ترافیکي پېښو کمول دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، دغه هوايي پُل چې، ۳۳.۷۰ متره اوږدوالی،۲.۲ متره سور او ۶.۱ متره لوړوالی لري، د څلورو اوسپنیزو ستنو په وسیله درول شوی او په هغه کې ۱۱۴ زینې په معیاري توګه جوړې شوې دي.