الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له خوشحال‌خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

له خوشحال‌خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
د پنځمې ناحیې د رئیس، مولوي عبدالصمد عابد، په وینا، تر دې وړاندې د دې سړک د نشتوالي له امله د سیمې اوسېدونکي اړ وو چې، د تګ راتګ لپاره له اوږدو او بدیلو لارو ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، دغه پروژه د اړوندې ناحیې په وړاندیز او د شته ستونزو په پام کې نیولو سره د کاري پلان برخه ګرځېدلې ده.
دغه راز ښاغلي عابد وویل چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې د پام وړآسانتیاوې رامنځته شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو، پليولارو او د ګلدانونو جوړول هم شامل دي شي.
ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مسئولین وايي چې د دې پروژې د پلي کېدو موخه، د ښاري زېربناوو پراختیا، د ترافیکي بهیر تنظیمول او ښاریانو ته د ښاري چوپړتیاو د کچې لوړول دي.