
د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، کیندنې، د خاورو لېږدول او لښتیو جوړول پکې شامل دي، په منظمه توګه روانې دي.
دغه سړک د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


