
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې، له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې، بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې قیرچارې پیل شي.
دغه سړک چې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ مترو سور لري، په دوو لیکو کې جوړیږي.
په دې پروژه کې د پلچکونو، د سړک غاړې لښتیو، پلیولار او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورجزیات هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي چې، د دې سړک د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ تللې دي او له بشپړېدو وروسته به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښاري بنسټیزو زیربناوو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
ټاکل شوې ده چې دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې یوه لیکه قیر کولو ته چمتو شوه


