
د دولسمې ناحیې اړوند د نوروزآباد ( ایمل مومند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا سړک د ۲۱۹۶ مترو په اوږدوالي، د ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې پروژې چارې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د دولسمې ناحیې، په ځانګړې توګه د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته اوبله خوا به په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د نوروز آباد - دولسمې امنیتي حوزې د سړک د جوړولو چارې ۴۰سلنه پرمختګ لري


