د بګراميو له پله څخه د بتخاک (ملالۍ) تر څلورلارې پورې د بیا رغولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وې، اوس بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دې سړک یوه لیکه تېر کال د تخنیکي او فني څېړنو له ترسره کېدو وروسته، د پرمختللو ماشینریو په کارولو سره په اساسي ډول بیارغول شوې وه.
مسئولین وایي چې د زیانمنو شویو سړکونو ترمیم د دې ادارې د دوامدار پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د ښاري تأسیساتو ساتنه او د کابل ښار په کچه د ترافیکي وضعیت ښه کول دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې او د سړک د ویجاړیدو مخه به هم ونیول شي.
دغه راز په پام کې ده چې، د تخنیکي څېړنو له ترسره کېدو وروسته، هغه سړکونه چې بیا رغولو ته اړتیا لري، یو پر بل پسې به ورغول شي.
له بګراميو څخه تر بت خاک څلور لارې پورې سړک د بیارغونې چارې د بشپړېدو په حال کې دي


