الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې- بګرامیو د سړک جوړولو چارې روانې دي


د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګرامیو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دا پروژه د کابل ښاروالۍ مهمه زېربنايي پروژه ده چې، د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کېږي.
یاد سړک چې، ۱.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او په ملالۍ څلورلارې کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي. ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.