الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیوان‌بیګي – مهتاب‌قلعې سړک د پلیو لارو د تېږو فرش چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د دیوان‌بیګي – مهتاب‌قلعې سړک د پلیو لارو د تېږو فرش چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا پلي لارې په ټولیز ډول ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳.۲ متره سور لري او د دیوان‌بیګي – مهتاب‌قلعه سړک پروژې مهمه برخه جوړوي. تر دې وړاندې د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي.
یاد سړک د کابل ښار له نویو جوړېدونکو سړکونو څخه دی چې ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري. په دې پروژه کې د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو سور د موټرو د تګ راتګ د یوه پله جوړول هم شامل دي. دا پل به اړوند ناحیې او سیمې یو له بل سره ونښلوي او ورسره جوخت به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د دې سړک او پله د جوړولو ترڅنګ، د لښتیو جوړول، د پلیو لارو په تېږو فرشول، د بایسکل چلولو ځانګړې لیکې، ګلدانونه، د معیاري روښانتیا سیستم نصبول او کرښې اچول هم شامل دي.
دا پروژه به د کمپنۍ او برچي پر سړکونو ګڼه ګوڼه راکمه کړي. همدا راز دا پروژه به د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي، د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا او د کابل د لوېدیځو سیمو د ښاري زیربناوو په پرمختګ کې اغیزمن رول ولري.