
په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي
کابل ښاروالۍ د پراختیايي برنامو پر دوام او د ښاري زیربناوو د ښه والي په موخه، د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې په پرلهپسې توګه مخ ته وړي.
په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه د ۵۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ متره سور سره پلې کېږي، د لښتیو او پلیولارو جوړول هم شامل دي.
د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت او دوامداره پایښت سربېره، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې او ګڼې ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوې به رامنځدته شي.
په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تیږو فرشولو چارې روانې دي


