
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري.
دغه سړک به د ۱۹۱۰ مترو په اوږدوالي، ۴۰ او ۲۰ مترو په سور سره، د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون په اساسي توګه جوړ شي.
یاد سړک د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې، د ترانسپورتي زېربناوو د ښه والي او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پراخېدو په حال کې دی.
د مسئولینو په وینا، د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او په ورڅېرمه سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


