
د کابل ښاروالۍ له خوا په ښار کې د ترافیکي نظم د تنظیم او د خلکو د تګ راتګ د خوندیتوب په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې په لوېدیځ کې د کمري سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې دي.
په دې پړاو کې به پر سړک متصل او منقطع کرښې، د پلیولارو دهلیزونه او نورې ترافیکي نښې او سمبولونه رسم شي. دا ګام د ترافیکي بهیر په تنظیم، د ترافیکي پېښو په کمښت او د موټرو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.
د دې سړک لومړۍ برخه چې، ۱۲۵۵ متره اوږدوالی، ۲۶ او ۳۱ متره سور لري، څه موده وړاندې قیر شوې او اوس د کرښو اچولو پړاو ته رسېدلې ده. همدا راز د بګرامیو پروژې په لوېدیځ کې د کمري سړک دویمه برخه چې، ۱۳۳۱ متره اوږدوالی او ۶.۵ متره سور لري په وروستیو کې یې کانکرېټ چارې ترسره شوې دي.
په دې پروژه کې د سړک د اصلي لیکو سربېره، د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په سور د اوبو لېږدولو یو لوی کانال، له ۸.۵ څخه تر ۱۸ مترو په اوږدوالي او له ۶۰ تر ۸۰ سانتي مترو په سور د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۷ مترو په لوړوالي د استنادي دېوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي.
یاده پروژه اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. همدا راز دغه پروژه به د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي، د ترافیکي ستونزو په کمښت او د دوه ویشتمې ناحیې اړوندو سیمو په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولوبوي.
د بګرامیو پروژې لوېدیځ لوري ته د کمري سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې


