
د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران له سیمې څخه تر کابل- لوګر سړک پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري. هڅه کېږي څو دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګلباغ سړک څلورمه برخه ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، پلچکونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د ګلباغ سړک له دارالامان ماڼۍ څخه تر کابل- لوګر لویې لارې پورې څه باندې ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري چې، په څلورو برخو کې ډیزاین شوی دی او د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار ترانسپورتي زېربناوې به پراختیا ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو دا سړک د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې پروژه ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري


