الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز ۶۳۰ متره نوره برخه هم قیر شوه


د بنسټیزو چاروله بشپړېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست وتوانېد چې د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز ۶۳۰ متره نوره برخه د ۱۲ مترو په سور سره قیر کړي.
د دې سړک درېیمه برخه، د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې (د نفت او ګاز ادارې مخې ته) د معیاري ډیزاین مطابق د ۳۶۴۷ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو سور سره طرحه شوې ده چې، د یوه معیاري سړک ټول جزیات او آسانتیاوې پکې شاملې دي.
د دې سړک ۱۸۰۰ متره برخه، د ۱۲ مترو په سور د تېر کال تر ژمي وړاندې قیر شوې وه. دغه راز هڅه کېږي چې، د بنسټیزو چار تر بشپړېدو وروسته، د پاتې برخو قیر چارې هم ترسره شي.
د خیرخانې کوتل سړک یو له مهمو ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي چې، د کابل ښار د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
د دې سړک د پاتې برخو جوړېدل او پراختیا به د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي.