
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ پله د فرش قیر چارې ترسره شوې.
دغه پُل چې ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، اساسي چارې یې تېر کال ترسره شوې وې.
د دې پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دولسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ پله قیر چارې بشپړې شوې


