
د یولسمې ناحیې اړوند د ۳۱۵ له سیمې څخه د منشي میرغلام تر ښارګوټي (هزاره بغل) پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک چې د خیرخانې کوتل بدیل سړک ګڼل کېږي، ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، دلښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو، پلچکونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وایي چې، دغه پروژه به ۱۲ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه اړ ورسره جوخت به ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
یاد سړک د کابل ښار په شمالي زون کې ځانګړی اهمیت لري او ورسره جوخت به د خیرخانې کوتل په سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میرغلام تر ښارګوټي پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


