الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد او کابل- بګرام نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- بګرام تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه او د مهالویش له مخې روانې دي.
دغه زېربنايي پروژه ۳۵۵۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادې پروژې مسئولین هڅه کوي څو دغه پروژه د تخنیکي معیارونو له مخې په ټاکلي وخت کې بشپړه شي. د پلان له مخې دا پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ختیځ زون له شمال سره ونښلول شي او همدا راز به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال دا پروژه د ترافیکي بهیر د وېش په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري.