
د کابل ښاروالۍ له خوا د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو یاد سړک په روان کال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، له نجات څلي څخه تر ابن سینا روغتون پورې ۲۳۵۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک
د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو او د سوداګریزو مارکېټونو هټۍوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د باغ قاضي سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې روانې دي


