
د اوولسمې ناحیې اړوند د منشي میرغلام له ښارګوتي څخه د کابل- پروان تر لویې لارې پورې ( د هزاره بغل) سړک د دوام چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۴۰۴۹ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو، پلچکونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. ټاکل شوې ده دغه پروژه تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې په اساسي توګه بشپړه شي.
یاد سړک د کابل په شمالي زون کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. همدا راز دا پروژه د خیرخانې کوتل سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې هم مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د ښاري معیارونو مطابق زېربنايي پروژې پلې او ښاریانو ته ګټور ښاري خدمتونه وړاندې کړي.
د منشي میرغلام له ښارګوټي څځه تر کابل- پروان سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


