الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک قیر چارې پیل شوې


د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک قیر چارې د کابل ښاروالۍ له خو پیل شوې. دغه پروژه د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کې موقعیت لري چې، په لومړي پړاو کې به یې یوه لیکه قیر شي.
یاد سړک چې۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د دې سړک قیر چارې تر تخنیکي ارزونو او د توکو د کیفیت تر تائید وروسته پیل شوې دي او هڅه کېږي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
مسئولین د بدلې لارې نشتون، ګڼه ګوڼه او د سړک په اوږدو کې د خدماتي شبکو شتون د یادې پروژې د ځنډ لامل ګڼي.
د دې سړک په اوږدو کې د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي د یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړل، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د یادونې وړ ده چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ښار په مرکزي سیمو کې به ښاریانو ته د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي.